ښوونه او روزنه

دشبرغان ښار دابن يمين ليسې ته ورزشي ډګر جوړيږي

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
دجوزجان ولايت دشبرغان ښار دابن يمين دليسې دورزشي ډګر دبنسټ ډبره ددغه ولايت دوالي او دپوهنې درييس له خوا په داسې حال کې کېښودل شوه چې په کابل کې دترکېې سفير هم حاضرو.
دباختر آژانس دخبر له مخې : دغه ورزشي ډګر دترکېې په مرسته جوړيږي چې دڅه ناڅه دڅلور زرو تنو ظرفيت لري.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دجوزجان ولايت دابن يمين په ليسه کې جوړشوې وه دجوزجان والي محمد عالم ساعي دترکېې دمرستو له امله دقدرداني په ترڅ کې دزده کونکو په روغتيا او سلامتيا کې دورزشي د ارزښت په باب خبري وکړي او له زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې دلوست ترڅنګ ورزش هم وکړ ي .
په دې غونډه کې دترکېې سفير هم په دې ترڅ کې چې زده کونکې يې ورزش ته دهڅول دافغانستان له پوهنې سره يې دخپل هيواد په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته