امنیت

تبصره

کابل باختر دليندى ٢٣:
په استقلال  ليسه کې  وروستۍ تروريستي پيښه  او په يوه روزنيز او فرهنګي بنسټ بريد ددې کار څرګندوى دى چې طالبان  دخلکو  په وژنې ژمن دي او په دې ژمنه کې دافغاني هويت او فرهنګ حذف لومړۍ خبره ده .
دباختراژانس مبصر ليکي .  دروان کال دليندۍ دمياشتې په شلمه دپنجشنبې دورځې په ماښام په استقلال ليسه کې دفرانسې  فرهنګي مرکز ديوې ناوړې او متحجرانه  پيښې ډګر و.
داځلې دطالبانو تروريستي  ډلې چې دفرهنګ او انسانيت په باب خپل تعبيراو تعريف  لري ، په فرهنګنيانو بريد وکړ چې په يوه غونډه کې يې دترور ، وحشت ، ځانمرګي بريد او چاودنې په نسبت يې خپله کرکه او نفرت چې د طالبانو دکار خصوصيت دى ، بيانول . فرهنګيانو دغه شان پيښې تمثيلولې خو طالبانو ديوه تنکي ځوان په استولو سره تمثيل په حقيقت بدل کړ اوبيايې هم بيګناه خلک ووژل او وداړل  او ثابته يې کړه چې هغوى اصلي قاتلان دي او تمثيل په کار کې نه دى .
دطالبانو  دغه افغاني ضد او فرهنګي ضد حرکت وښودله چې دطالبانو دلوبې اصلي لورى خلک دي، هغه ويجاړونکي لوبه چې دغه ډله يې دبهرنيو استخباراتي سازمانونوپه نيابت  کې  ترسره کوله، طالبانو په خپل دغه حرکت سره يوځل بيا ثابته کړه چې يوه  له تاوتريخوالي ډکه ، متحجره  او دديني او فرهنګي ارزښتونو دښمنه ډله ده .
له خلکو سره دښمني چې نښه نښانه يې دفرهنګيانو ، زده کوونکو ، محصلانو ، ښوونکو ، مامورينواو دافسرانو دمرګ ژوبلې دوام دى،  ښيي چې هغوى دکاذبو شعارونو او دتحريف شويو انګيزوپه پوښښ کې له خلکو سره خپله دښمني او پروګرام په اګاهانه او ايديالوژيکي  ډول دوام ورکوي، که نه په رستورانتونو ، تفريحي ځايونو ، تجارتي مرکزونو ، ورزشي ډګرونو ، مقدسه اماکنو اودجنازې دښخولو په مراسمو بريد او په ترانسپورتي وسايطو يرغل څه ډول توجيه کيږي.
هيره دې نه شي چې طالبان لکه څنګه چې  دامنيتي او دفاعي بنسټونو دمنسوبينو په فزيکي حذف ژمنه کړې ده .
دمدني ټولنې  دفعالينو ، فرهنګيانو، سياستوالو اودهغو کسانو په فزيکي  حذف چې کولاى شي دطالبانو هويت اواهليت معرفي کړي هم په اګاهانه او هدفمند ډول کار کوي، په تيرو ديارلسو  کلونوکې او له هغه  څخه په وړاندې کلونوکې ، طالبان دزياتو جنايتونو عامل و ،  داسې جنايتونه چې ښيي دغه ډله  څومره دديني او انساني ارزښتونو په وړاندې  ولاړ دي او څومره بې فرهنګه او ناپوهه  دي ان ابتدايي سواد هم نه لري، داکار  ددې سبب شوى دى چې خلک  له دوى څخه کرکه  او نفرت ولري چې دهيواد په ځينو سيمو کې  دطالبانو پرخلاف  وګړنى پاڅون ددغې ادعا ثبوت دى .
هغه څه چې وويل شول  دهغو جنايتونو ديوې برخې بيانول دي چې دطالبانو ډله دافغانستان دخلکو پرخلاف دبهرنيو استخباراتي  سازمانونو نيابتي جګړه  پرمخ بيايي .
  خو هغه څه چې  دخبرو وړ دي په پايتخت کې په يوې خوندي  اومصوونې سيمې دطالبانو بريد دى .
داستقلال ليسه او په مشخصه توګه دفرانسې  فرهنګي مرکز يو ناڅاپي  انتخاب نه و ،  دښار په زړه کې هغه هم دجمهوري رياست ماڼۍ ته څيرمه ددغه مرکز شتون وکولاى شول چې دطالبانو کړنې رسانه يي کړي او خبريې تر سپينې ماڼۍ او تر اليزه ماڼۍ پورې ورسوي ،.  دلته دامنيتي بنسټونو په تيره بيا  دکشفي  او استخباراتي  بنسټونو کړنې  دپوښتنې وړ دي .
په تيرو وختو کې هم تروريست طالبان په دې بريالي شوي دي چې حساسو امنيتي برخو ته هم خپله لاره پرانيزي .  دچارو له مسوولينو څخه دخلکو هيله اوغوښتنه داده چې دوى دې خلکو ته څرګند او قناعت  بخښوونکي  ځواب ورکړي او دراتلونکې په نسبت کلکې ژمنې ولري .
له بلې خوا په هيواد کې تروريستي  پيښې نه شي کيداى  دسيمې داستخباراتي  سازمانونو دملاتړ اوطرحې پرته تطبيق  شي .
  دملي وحدت دولت دې بايد له بهرنيو هيوادونو په تيره بيا له امريکا سره دستراتيژيکي  همکاريو چې دسيمې يو شمير هيوادونه دستراتيژيکي  همکارانو او دنړيوال تروريزم پرخلاف متحدينواو همکارانو په نامه په خپل  څنګ کې لري او په منظم ډول له هغوى سره پولى ملاتړ کوي ، ګټه واخلي .  او  ددغه شان همکاريو له مفادو څخه دې دهيواد او دسيمې دثبات په ګته کار واخلي او دامريکا دمتحده ايالاتو په ګډون دنړيوالو دوستانو دريځ چې  دبهرنيو طالبانو دازادۍ بهير ته دوام ورکوي ، په ډاګه کړي .
يواځې غندل دکوم درد دوا نه کوي  بايد په عملي توګه دتروريزم پرخلاف چې دسيمې  داستخباراتي  سازمانونو ملاتړ له ځان سره لري، دافغانستان دخلکو تر څنګ  ودريږو او ټولنه دتروريستو طالبانو له خطر څخه وژغورو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته