امنیت

په تخار کې لس تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول

تالقان باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
تيره شپه  په تخار ولايت کې لس تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باخترآژانس ته وويل ؛ د دغه ولايت  دخواجه غار او درقد ولسواليو ترمنځ  دمومن پله په  ساحه کې سيمه ييز پوليس د وسله والو ډاراچوونکو له کمين سره مخامخ شوي دي.
هغه زياتوي چې په دغه پېښه کې لس تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شوي  اونهه تنه نور ټپيان شوي دي.
ده  زياته کړه  چې دغه  سيمه ييز پوليسان د هغه بريد د شنډولوپه مقصد روان  و څو د ملي اردو په پوستو د وسله والو ډار اچوونکو له خوا شوي بريدونه په شاه وتمبوي.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته