کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣
د بغـــلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د ميلمستون د ودانــــۍ د جوړولــــو کار نـن پيل شو.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان عبدالجبارپردلي د باختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې قوماندانۍ د ميلمستون ودانۍ د کورنيو چارو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٤٢مليونو افغانيو په لګښت د قوماندانۍ په انګړکې جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: په ودانۍ کې په دريو پوړونوکې ٤٢ خونې په پام کې نيول شوې دي چې د يو کال په بهيرکې به په پاخه او اساسي ډول جوړه شي.
د يادونې وړ ده چې د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره د بغلان د والي عبدالستار بارز له خوا په داسې حال کې کيښودل شوه چې د دولتي ادارو رئيسان هم حاضر وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ