امنیت

درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دبلخ ولايت پوليسو  نن درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرزاق قادري دباختراژانس خبريال ته وويل امنيتي مسوولينو درې تنه له يوه کرولا موټر سره د مزارشريف ښار په عبوري کمر بند کې ونيول .
دده دڅرګندونو له مخې، دغو کسانو غوښتل چې اووه ديرش کيلو ګرامه اپين او دوه سوه ديرش بوتله الکولي مشروبات ددغه موټر په واسطه دمزارشريف له ښار څخه وباسي چې دپوليسو له خوا ونيول شول .
داپه داسې حال کې ده چې دروان کال له پيل څخه  تراوسه پورې په لسګونو کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي دپوليسو له خوا کشف اوضبط  شوي دي او ددغو قضيو په اړوند په لسګونوتنه قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته