ټولنه

په بدخشان کې لسګونه کرنیزې پروژې بشپړې شوې

فیض اباد / د سلواغۍ / ۱۸/ باختر
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې ٥٣ کرنیزې پروژې بشپړې شوې .
د بدخشان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ امر انجینر نثار احمد د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو پروژو کې د پیازو ، کچالو، مېوو او سبو د ساتنې لپاره د صفر درجې زیرمې شاملې دي چې د ٣٣ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي .
هغه وویل چې ١٦٥ نورې پروژې هم په روان کال کې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې تطبیقېږي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته