ټولنه

دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې دشهيد داوونۍ درناوي وشو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
دشهيد داوونۍ اودافغانستان دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود دشهادت تلين نن  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ديولړغونډو په ترڅ کې درناوي وشو.
دغه غونډې دبغلان ، کندز، تخار اوخوست په ولايتونو کې دسيمه ييزو مقاماتو اودشهيد احمدشاه مسعود دټولنې اودملي اتل دپلويانو اودوستانو له خوا جوړې شوې وې.
دباخترا ژانس  دخبرله مخې  په دغو غونډو کې ويناوالو  دجهاد اومقاومت په  دوره کې دافغانستان دخپلواکي په لاره کې دشهيداحمدشاه مسعود دژوندانه  دبيلابيلو اړخونو اوکارنامو په باب خبرې وکړې.
دوى دهيواد په لاره کې دملي اتل احمدشاه مسعود سرښندنو ته په اشاري سره له  خلکو اوپه تيره بيا له ځوانانو څخه وغوښتل  چې دمسعود مفکوره او کارنامې دخپل ژوند لارښود وگرځوي.
دغو ويناوالو دافغانستان له خلکو څخه  وغوښتل څرنګه چې مسعود له هرراز ننګونې څخه دهيواد دسولې  ، نيکمرغي  او ازادي ته فکر کاوه دافغانستان په بيارغاونه  اوسو کالي  کې هلې ځلې وکړي او دښمنانو ته په هيواد کې دورانکاريو ددوام په خاطر وخت ورنه کړي .
ددغو غونډو په بهيرکې دقرآن عظيم الشان ختمونه هم وشول اوپه پاى کې برخه والو دافغانستان دملي اتل او دازادي دلارې  دنورو شيهدانو پاک روح ته په دعا سره دهيواد دابادي  په خاطر يې هم دعا وکړه.
دافغانستان دخلکو  دجهاد اومقاومت قوماندان احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ کال دوږي دمياشتې  په ١٨ نيټه  دتخار ولايت په خواجه بهاوالدين  کې ديو ځانمرګي بريد له امله شهيد کړاي شو.
اوس دملي اتل دلوړشخصيت ددرناوي په خاطر دغه ورځ هرکال په افغانستان کې عمومي رخصتي ده او ددغه ورځ اودشهيداوونۍ په درست هيواد کې نمانځل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته