سیاستخبرونهTOP

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په يو شمېر ادارو کې تازه ټاکنې وشوې

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تازه حکم پر بنسټ په يو شمېر ادارو کې لاندې ټاکنې وشوې:
۱- د ۲۰۵ البدر قول اردو د هوايي لواء مخکنی قومندان مولوي فتح الله منصور، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي معین په توګه.
۲- د ۲۰۵ البدر قول اردو دهماهنګی مخکنی مسئول مولوي محمد نبي نجات، دفرمانونو اوحکمونو دتعقیب اونظارت لوی ریاست دملکي چارو د معاون په توګه.
۳-د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو دسمع اوتصنیف مخکنی رئیس مولوي صدیق الله، دیاد وزارت د شکایتونو اورېدلو د معین په توګه.
۴- د مالیې وزارت مخکنی اداري معین مولوي حمدالله زاهد، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معین په توګه
۵-د کندهار ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو مخکنی رئیس ملا اغاجان اخند، د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه.
۶- د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ مخکنی رئیس مولوي رازمحمد ابوسعید، د همدې اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاون په توګه،
۷-ملا عبدالباري اخند، د کندهار ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو ریاست د رئیس په توګه.
‏‏‏

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته