سیاست

حامدکرزي د اسلام او سولې په نوم په نړیوال کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو له برخه والو استازو سره وکتل

کابل باختر د تلي  دويمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په کابل کې د " اسلام  او سولې " ترنامه لاندې  په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې  د اسلامي هېوادونو له یو شمېر برخه والو استازو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې د افغانستان لپاره د ویاړ او نیکمرغۍ ځای دی چې د اسلامي نړۍ دیني عالمان افغانستان ته راغلي دي او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي د لا ټینګښت او د سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅه کوي.
د اسلامي هېوادونو ځینو استازو افغانستان ته د خپل سفر له امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې زموږ لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې افغانستان ته د یوه داسې کار لپاره راغلي یو چې هغه د امن د ټینګښت لپاره یوه دینې وجیبه ده.
دوی وویل چې افغانستان داسې یو تاریخي، ویاړلی او اسلامي هېواد دی چې لرغونی تاریخ لري او خلکو یې  د اسلام سپیڅلی دین نورو هېودونو ته خپور کړی دی.
د اسلامي نړۍ دغو دیني عالمانو ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې موږ  هڅه کوو ترڅو  افغانستان ته نه یوازې سوله راشي، بلکې نورو هېوادونو ته  دغه هېواد د سولې  او امن ښه بېلګه  و اوسي.
په دې کتنه کې د اسلامي فقې ټولنې غړو وړاندیز وکړ چې دغه ټولنه به و ویاړي که د افغانانو بیلابیل اړخونه مکې مکرمې ته تشریف راوړي او هلته د سولې  یو سند چې دیني او اخلاقي سند دی  او په سلګونو مسلمانانو لاس لیک کړی دی، لاسلیک کړي چې  یوې نتیجې ته و رسیږو ترڅو په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
حامدکرزي ددغه وړاندیز هرکلی وکړ، وې ویل موږ له پخوا څخه دا غوښتنه کړې ده چې اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عربستان دې له موږ سره د سولې په پروسه کې همکاري وکړي، دا به زموږ لپاره د نیکمرغۍ ځای وي چې د افغانستان د سولې او امن خبرې د اسلامي فقې د ټولنې په اهتمام ترسره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته