ټولنه

په زابل کې لسګونوکورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل /د غبرګولې ١٣مه /باختر
د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو سره په زابل کې لسګونوکورنيوته دڅښاک اوبه برابرې شوې.
دغه شبکه د کليود بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د شهرصفا ولسوالۍ په شوخک کلي کې جوړه کړې ده .
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغې شبکې په جوړولو سره ٤٢ کورنى د لومړى ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيداکړى دى.
دغه کورنى د دغې شبکې له جوړولو څخه خوشحاله دي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته