فرهنګ

دعشرتي اثارو او افکارو علمي _ څيړنيز سيمينار جوړشو

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
داکاډمسين عبدالاحد عشرتي غزنوي  داثارو او افکارو علمي _ څيړنيز سيمينار نن د لرغونې غزني دټولنيزې شورا له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړشو.
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :
دسيمينارکار دچارو د ادارې دمطبوعاتو اوعامه پوهاوي درييسې ډاکترې ناجيې انوري له خوا دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس ډاکترمحمداشرف غني  احمدزي  دپيغام په لوستلو سره پيل شو.
جمهوررييس په خپل پيغام کې دعشرتي دڅيړنيز _ علمي ژوندانه بيلابيل اړخونه څيړلي دي .
  عبدالاحد عشرتي  دغلام حيد ر زوى په  ١٣١٠ هجري لمريز کال کې  دغزني ښار  دقلعه عشرت خان دکلي  په يوه روحاني  ، دينداره  او علم پاله کورنۍ کې  وزيږيد ، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې  په غزني ښارکې په سنايي ليسه کې  ، دثانوي دورې زده کړې  دابو حنيفه په مدرسه کې او  لوړې  زده کړې دکابل پوهنتون   دشرعياتو په پوهنځى کې پاى ته ورسولې .
ده  دهېواد   خلکو اوعلمي ټولنې ته  ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل  چې دافغانستان دولت  او ديندار او علم پال خلک  په علمي  او څيړنيزو برخو کې دده  هلې ځلې نه هيروي او  دده  او دنورو پوهانو دارزښتناکو اثارو قدرداني کوي .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  ډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام ددغه وزارت دسلاکار  جلال نوراني له  خوا ولوستل شو.
په پيغام کې ويل شوي دي  چې  زه استاد عشرتي دځوانۍ له دوران څخه ديو تکړه  حقوق پوه  او دمطبوعاتو دليکوال په توګه پيژنم  .
اکاډمسين عشرتي دملت بابا اعليحضرت محمد ظاهرشاه دباچاهي په وروستيو کلونو کې دهېواد يو ډير تکړه اوپياوړي ليکوال و.
زموږ دهېوادستر اونوميالي شخصيت استاد عشرتي   ارزښتناک اثار او تاليفات لري چې په مستقل ډول  چاپ شوي دي .
هيله کوم چې داستاد عشرتي نور اثار  اوکتابونه چې لاتراوسه پورې نه دي چاپ شوي ډير ژر چاپ شي  چې دهيواد فرهنګيان اومحصلان ورڅخه ګټه واخلي.
وروسته دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ، دشهيد برهان الدين رباني  دښوونې اوروزنې دپوهنتون او دغلام جيلاني جلالي  دفرهنګي مرکز پيغامونه داړوندو بنسټونو داستازوله  خوا ولوستل شول .
وروسته  دسيمينار علمي غونډې   دهېواد دمشهورشاعر او ليکوال حيدري وجودي په مشرۍ خپل کار پيل کړ اوپه هغه کې پوهنوال تا ج محمد زرير ، پوهنوال عبدالباري حميدي ، جلال نوراني ، پوهنملې شازيې اسلمي ، عبدالباقي هيله من غزنوي ، شيخ علي احمدفکور ، نجم الدين مواج ، عبدالغفور سنګين عشرتي ،  ډاکتر رفيع عطايي ، عبدالاحد ستاک سروري او پوهنمل محمد ظاهر خپلې مقالې ولوستلې .
په پاى کې سيمينار په  دريو فقرو کې  دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد.
دسيمينار په  کار کې دفوايد عامې وزارت دسرپرست انجينرنجيب الله اوژن په ګډون سربيره  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينانو پوهنمل نبي فراهي او سيدمصدق خليلي اويوشمير فرهنګيانو ، ليکوالو  او اديبانو  برخه اخيستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته