سیاست

دقطر په پايتخت دوحه کې دطالبانو دنمايندګي دفتر نن پرانستل شو.

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه
دقطر په پايتخت دوحه کې دطالبانو دنمايندګي دفتر نن پرانستل شو.
باختراژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې دغه دفتر په قطر کې له طالبانو سره دخبرو دترسره کولو په مقصد پرانستل شو .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې  طالبانو خپل  ټول شعارونه  په انګليسي او عربي ژبو ليکلي و او آن  په خپل سمبول کې يې هم له عربي او انګليسي ژبو څخه استفاده کړې وه .
دطالبانو دغه عمل دهغوى ځان هيرول او له فرهنګ سره دښمني ښيي چې هغوى هيڅکله  دافغانستان ملي ژبو اوفرهنګ ته پاملرنه نه کوي
په قطر  کې دطالبانو دنمايندګي ددفتر پرانستل سره له دې چې  دسولې په خبرو کې ديوې پتې په مقصد جوړ شوى دى  ، لرې  بريښي چې دغه دفتر وکولاي شي له طالبانو سره دخبرو بهير ګړندى کړي  ځکه په افغانستان کې واکمني دخبرو په افغاني والي باندې ټينګار کوي اوپه داسې حال کې چې په عربي او انګليسي ژبو دهغوى له ليکل شويو شعارونو اوسمبول څخه استنباط  کيږي چې لاتراوسه پورې  طالبانو دنورو داسارت کړۍ له خپلې غاړې څخه نه ده لرې کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته