ټولنه

د هرات والي د صنعتکارانو د ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه

هرات/ باختر د زمري څليرويشتمه :
د هرات ولايت د صنايعو او کانونو د خونې رييس او غړو د کورنيو توليداتو د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه .
د هرات ولايت د صنايعو او کانونو د نوې خونې رييس او غړو پرون مازيګر د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره وکتل .
دوى په دې کتنه کې د ولايت په اداري غونډوکې د دغې خونې د استازو د ګډون، له دغې خونې سره  د ادارو د مستقيمو اړيکو د تامينولو او له کورنيو صنايعوڅخه د مقاماتو د جدي ملاتړ غوښتنه يې وکړه .
  د هرات ولايت د صنايعو او کانونو د خونې رييس حميدالله خادم د هرات  د صنعتي ښارګوټي د پراختيا هرکلى وکړ او هغه يې د دغه ولايت د مقاماتو د ملاتړ نتيجه وبلله.
ده وويل: ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې درې توليدي فابريکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
  ده دغه راز د صنعتي ښارګوټي د بريښنا ولتاژ د کمښت يادونه وکړه او د دغې ستونزې د اوارولو غوښتنه يې وکړه.
   په دې کتنه کې د هرات والي هم د صنايعو او کانونو د خونې د جوړولو هرکلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې د دولت دغه اقدام د صنعتکارانو هلوځلو ته د درناوى په مانا دى.
  رحيمي د صنعتکارانو د ستونزو د څيړنې په خاطر خپله همکاري څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته