ټولنه

په لغمان کې په ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو د خوراکي توکواودلګښتي مالونو مرستې وویشل شوې.

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
د لغمان ولایت د مرکز په ګډون د بېلا بېلو ولسوالیو په هغو ۵۵ کورنیو چې د مخالفینو له لوري په جنګونو کې زیانمنې شوې د ولایت دمقام او د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د ریاست په هلو ځلو او د ( UNMACA )له خوا د نېږدې یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د خوراکي توکواو لګښتي مالونو برابره شوې مرسته د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار په لاسونو وویشل شوه.
په دغو توکو کې په وریجو، غوړیو، لوبیا او بورې سربېره ۳۲ قلمه اجناس موجود وو چې په زیانمنو شویو کورنیو ، کوم چې سروې یې مخکې له مخکې تر سره شوې وه، وویشل شول.
د لغمان ولایت مرستیال د مرستو د ویش پر مهال له دغې مرستندویه موسسې څخه د مننې ترڅنګ د ( UNMACA ) او نورو مرستندویه ادارو وغوښتل چې لغمان ته خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي او په دې ولایت کې د بې وزلواو مستحقو خلکو  د لاس نیوي او د بې روزګارئ د ختمولو لپاره د بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته