سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړپوړو مقاماتو په څلورمه ناسته کې ګډون او وینا وکړه

 کابل/ د زمري ۷ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د لوړپوړو مقاماتو په څلورمه ناسته (سام) کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

د جمهموری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغه ناسته کې چې د جمهوررئیس مرستیالانو، یو شمېر دولتي مقاماتو او د زیات شمېر هیوادونو او بین المللي سازمانونو استازو حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل، نننۍ ناسته له افغان دولت او ولس سره ستاسې پایداره دوستي او تعهد څرګندوي.

ارغندیوال د عوایدو د ښه والي او زیاتوالي، فساد سره د مبارزې، پالیسیو د تطبیق، په عامه لګښتونو کې د اصلاحاتو، د مالیاتو د انلاین سیستم د تطبیق او په سکېنر ماشینونو د ګمرکونو د سنبالولو په برخه کې د مالیې وزارت برنامې او فعالیتونه یاد کړل وې ویل، زموږ مسوولیت دا دی چې خپل تحرک زیات کړو.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: راتلونکي کلونه به د سولې او دولت د پیاوړتیا او پرمختګ کلونه وي، موږ هڅه کوو چې خپلې برنامې په هراړخیز ډول تطبیق کړو او  تاسې کولای شئ کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پر افغانستان حساب وکړئ.

وروسته د فنلنډ استازي ښاغلي تلاس د وېډیو کنفرانس له لارې په خپلو خبرو کې وویل،  افغانستان په یوه ځانکړې مرحله کې قرار لري او کرونا ویروس څخه د رامنځته شویو ننګونو باجود تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر غوره فرصت لري.

هغه د دې په بیانولو سره چې نشو کولای له سولې پرته نېکمرغه او ارام افغانستان ولرو زیاته کړه: خوشحاله یم چې زموږ همکاران او بین المللي ټولنه سوله ییز، هوسا او آرام افغانستان ته ژمن دي.

وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس وویل، دغه غونډه په یوه خاص وخت کې جوړه شوه او هیله لرم چې له دې لارې د سولې افق ته ورسېږو، افغانستان ځانګړی فرصت لري چې له څلورو لسېزو جنګ راوروسته یوه باثباته راتلونکي ته ورسېږي.

هغې وویل، د تېر له تجربو څخه په استفادې کولای شو پرمختګونه او لاسته راوړنې تعقیب کړو او د سولې په نوي چاپېریال کې دغو موخو ته ورسېږو. له رامنځته شویو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره دې صادقانه ارزونې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، موږ باید د پرمختګ لپاره نوي روشونه تطبیق او ساختاري مشارکت ولرو. مخکې مو تېروتنې کړي دي، مګر کولای شو د راتلونکي لپاره دغه تېرونې اصلاح او خپل فعالیتونه لا پیاوړي کړو

وروسته جمهوررئیس غني د ناستې ګډونوالو ته د هرکلي پر مهال د کرونا ویروس له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د خپل تسلیت مراتب څرګند کړل او هیله یې وښوده چې د دغې ناروغۍ د واکسین د انکشاف هڅې به پایلې ته ورسېږي او دوباره به اقتصاد تحرک ومومي.

جمهوررئیس د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب، کرونا ویروس او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د بین المللي ټولنې د مدیریت او د متقابل حساب ورکولو چوکاټ او د سولې د تامین په هکله د دوی د هڅو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: د افغان حکومت او ولس په استازیتوب له افغانستان څخه ستاسې د ملاتړ او مشارکت په خاطر چې نارینه او ښځې یې یوه ولسواکه او زغم لرونکې ټولنه غواړي، مننه کوم.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د طالبانو او افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو د پیل په موخه له بشردوستانه اوربند څخه ستاسې پیاوړی ملاتړ او د طالبانو د بې رحمانه تاوتریخوالي غندل د افغانستان خلکو او موږ ته اطمنان بښونکي دي.

هغه زیاته کړه د انکشاف، حساب ورکولو او فساد د محوه کولو په برخه کې ستاسې د پیاوړي غږ هرکلی کوو او زه له تاسې غواړم چې د افغان حکومت د فساد ضد هڅو په چوکاټ کې شامل شئ.

جمهوررئیس کرونا ویروس سره د مبارزې او د دغه ویروس د پنځو پړاونو د پېژندلو په برخه کې د افغان دولت هڅو ته په اشارې وویل، موږ محتاطانه خوشبینه یوو چې د ارامۍ  پړاو ته داخلېږو او دا زموږ د ټولو بریا ده.

جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې د کرنې په برخه کې مو ښه پرمختګونه لرلي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې د کرنې وړ سیمې ۱۰ سلنه زیاتې شوي او د غنمو تولید د تېر کال په پرتله چې ۴،۸۹۰ میلیون متریک ټنه وو، ۵،۱۳۴ میلیون متریک ټنو ته لوړ شوی دی. هغه زیاته کړه، نور کرنیز محصولات لکه وریجې، جوار، مېوه جات او ترکاري هم د تېر کال په پرتله زیاته شوي دي.

جمهوررئیس د صادراتو د زیاتوالي په اړه هم په خپلو خبرو کې وویل، د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د خپلو ګاونډیانو د همکاریو مننه کوم. د هوایي دهلېز له لارې د نړۍ له ۵۰ هیوادونو سره وصل یوو، د هند، چین او عربي متحده اماراتو څخه له دې امله چې خپلو هیوادونو او له هغه ځایه یې بهر ته زموږ د محصولاتو د صادرولو اجازه ورکړه، مننه کوم.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: موږ هیله لرو چې د هوايي دهلېز له لارې د ۲۰۲۰ کال په جریان کې ۶۰۹۰ ټنه محصولات صادر کړو. هغه د لاجورد لارې څخه د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په اړه د ناستو د کوربه توب په خاطر د اذربایجان او ترکمنستان د جمهوررئیسانو او همدا راز یې د اوسپنې پټلې او انرژۍ لېږد لین د غځولو په خاطرد قزاقستان او اوزبیکستان څخه مننه وکړه.

جمهوررئیس هیله وښوده چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به ۹۳ سلنه انکشافي بودجه مصرف شي، وې ویل: زموږ خلک په ځانګړي ډول ښځې غواړي چې د بشري مرستو د رسولو او خلکو ته د لا زیاتې رسېدګۍ په برخه کې تمرکز وشي.

هغه د ملي دسترخوان برنامې د پیل چې بې وزله کورنیو ته مستقیمه مرسته برابروي یادونه وکړه وې ویل، د عامې روغتیا، پوهنې او زیربناوو له سکتورونو څخه زموږ هراړخیزې ارزونې جریان لري.

جمهوررئیس وویل، د ښوونکو او معارف د کارکونکو په بایومتریک کولو سره موږ د ۱۵ زره ښوونکو د استخدام پروسه پېل کړه او په دغه پروسه کې د ښځو استخدام زموږ لومړیتوب دی.

جمهوررئیس غني د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو او امنیتي میثاق د پیل، کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر له تخصیص شوې بودجې څخه د ناوړه استفادې او د فساد له موجودیت څخه د خلکو له اندېښنو یادونه وکړه وې ویل، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه، د معارف او امنیتي سکتور په شمول په ملي ارګانونو کې اصلاحات جریان لري او هیله لرم چې په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولرو. له خپلو شریکانو غواړو چې د متقابل حساب ورکولو چوکاټ پر بنسټ د بدې حکومتولۍ او فساد عمده لاملونه وپېژني.

دهیواد جمهوررئیس وویل، موږ متعهد یوو چې اداري فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ پاتې شاخصونه او معیارونه عملي کړو.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: داسې هیلې موجودې وې چې په ۲۰۲۰ کال کې به د سولې پروسه له هیلې څخه په عملي بهیر بدله شي، خو طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکو او افغان ولس پر وړاندې خپلو تهاجمي بریدونو ته دوام ورکړ او داسې هیڅ شواهد نشته چې طالبانو دې له القاعده او نورو ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي وي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: فرصتونه تل نه برابرېږي، ځکه افغان ښځې او نارینه د سولې په پرتله د تاوتریخوالي دوامداره کېدل مشاهده کوي. د دې لپاره چې د سولې لار پرانیستې وي، موږ په خپلو ژمنو وفا کړې او د طالب زندانیانو په خلاصولو سره مو خپله اخلاقي مېړانه ښودلې ده.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، هیله لرم نړیواله ټولنه به په صادقانه ډول او په پوره جدیت سره طالبان د سولې پروسې ته وهڅوي او د دغې پروسې ارزښتونه او معیارونه به ورته روښانه کړي، ځکه موږ باید د دغو نورمونو، ارزښتونو او معیارونو پر بنسټ له یو بل سره ژوند وکړو.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته