سیاست

ملي او تاريخي پيښې ته بايد ارزښت ورکړى شي .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
دزمري دمياشتې داته ويشتمې ، دهېواد  دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې نمانځنه  ديوې پرتمينې پيښې نمانځنه ده او هيله داده چې دغه تاريخي اوملي پيښې په داسې ډول ونمانځل  شي چې پرتم او عظمت يې لاپسې جوت شي
دباختراژانس مفسر ليکي ،  دزمري دمياشتې اته ويشتمه ، دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو اته نوي يمه کاليزه پرون په ټول هېواد کې په پراخه توګه ونمانځل شوه .
ددغې سترې پيښې په نمانځنه  کې دټولو ګډون  ددې  څرګندوى دى چې له هېواد ، ازادۍ او ژوندانه سره مينه هماغه شان دافغان بچيانو په ټول بدن  اورګونو  کې ژوندى دى خو دخلکو ټينګار په دې دى  چې په هېواد کې ملي ، تاريخي او مذهبي پيښې په داسې  ډول  ونمانځل شي چې لازمه يې ده .
دهېواد دخپلواکۍ ترلاسه کول يا نورې تاريخي پيښې يو ناڅاپي پيښه نه شي کيداي .
  ټول او ټول  دمبارزو ، اتلوليو اوسرښندنو دوينې بيه او حاصل دى  چې  زموږ نيکونو او ددغه  هېواد بچيانو هغه دخپل  سرپه بيه ترلاسه کړل چې موږ هويت او وياړ ولرو .
دغه شان پيښې  زموږ دغازيانو ، شهيدانو او مشرانو يادګاردى چې بايد دهغو په نمانځنه او يادونه  کې  په داسې ډول لاس په کار شو چې دهغوى دعظمت اوپرتم  درناوي  موکړى وي .
زموږ هېوادوال په تيره بيا ځوانان بايد ددغو پيښو د عظمت اوپرتم په تشخيص سره عمل وکړي بايد دا دتفريط او افراط لپاره فرصت ونه بولو او بايد دنمانځنې په پلمه ،  نورو ته مزاحمت پيدانه کړو .
موږ په راتلوونکي کې نورو ملي  او ياهم مذهبي پيښې په مخ کې لرو .
دهغو په نمانځنې او درناوي به لاس پورې کړو ښه به وي چې له سرله اوسه زده کړو  چې بايد دهغو په  وړاندې برسيرن چلندونه لرو اوياهم  په لنډ  پارى  عمل ونه کړو .
دغه شان پيښې  دافغانستان دټولوخلکو مال دى چې بايد په يوه پراخ اوملي نظر سره ورسره چلند وشي .
يوشمير هېوادوالو په تيره  بيا دځوانانو لنډ پارې اوبرسيرن چلند چې له مزاحمتونو او دستونزو له پيداکولو سره  يوځاى وي کولاى شي  موږ دابتذال  کندې  ته ټيل ووهي په پاى کې بايد له ابتذال  څخه لرې  والي غوره کړو .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته