سیاست

محمد افضل خان لالا جمهور رئیس ته د ترورېزم او افراطیت د له منځه وړلو لپاره د ګډې غونډې وړاندیز وکړ

کابل باختر دلړم ٢٩ مه
د پښتنو ملي مشر محمد افضل خان لالا د هغه لیکونو په ځواب کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي لخوا ده او د پاکستان نورو سیاسي او مذهبي مشرانو ته، د تروریزم او افراطیت پر خلاف د عملي او جدي ګډې مبارزې د همکارۍ او دغه راز پر ملاله یوسفزۍ د تروریستي برید د غندلو لپاره لېږل شوي وو، لیک را استولی دی.
محمد افضل خان لالا د جمهور رئیس حامد کرزي د لیک په ځواب کې، له ده څخه د مننې او قدرداني په ترڅ کې ویلي: تاسو چې په کوم اخلاص، پوهه او فراست د ترورېزم پر خلاف مبارزې ته متوجه شوي یاست، که د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري تاسو ته کلک لاس درکړي او د پاکستان او افغانستان ولسونه ستاسو شاته ودرېږي، کامیابي یقیني او لازمي ده.
د پښتنو ملي مشر د ترورېزم او افراطیت د له منځه وړلو لپاره د یوې ګډې غونډې وړاندیز کړی، ویلي یې دي چې که ستاسو دواړو په مشرۍ د ډیورنډ کرښې له دواړو خواوو څخه د ولسونو یوه ګډه غونډه جوړه شي، تر ډېره حده به ددې ستونزې مخه ونیول شي.
محمد افضل خان لالا جمهور رئیس حامد کرزي ته په خپل لیک کې زیاته کړې ده چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ستاسو په مشرۍ او لارښوونه په کابل ښار کې یوه قامي جرګه جوړه شوه چې له ۱۸۹۳ کال وروسته یو مهم ګام و او دوهمه غونډه یې په اسلام آباد کې جوړېدونکې وه چې د پاکستان مشرانو لېوالتیا ونښوده.
ده ټینګار کړی چې که ددغې جرګې بیا احیاء وشي، نو د مصیبتونو او ترورېزم د له منځه وړلو لپاره به ډېره مفیده واقع شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته