سیاست

تبصــره

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٩ :
په کويټ کې د زغم د پياوړتيا او د تروريزم د نفي لپاره د (ګډ نظر) ترعنوان لاندې د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو ٤٢ غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې زياتره اسلامي ټولنې د بنسټپالنې او تروريزم په شان  له ناوړو پديدو څخه له ستونزو سره مخامخ دي.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
د اسلامي هېوادونو د سازمان د بهرنيو چارو  وزيرانوخپله دوه څلويښتمه غونډه  په کويټ کې جوړه کړه.
دغه غونډه د زغم د پياوړتيا او د تروريزم د نفي لپاره د ګډ نظر ترعنوان لاندې  جوړه شوه.
د دغې غونډې لپاره د مشخصې اجندا ټاکنه نه شي کيداى ناڅاپي وي. د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په داسې حال کې  د تروريزم نفي ته د خپل کار په لارښودکې ځاى ورکوي چې زياتره اسلامي هېوادونه د مذهبي بنسټپالنې او تروريزم له پلوه له جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او د داعش، بوکو حرام او د الشباب د نويو افراطي ډلو شتون د طالبانو او القاعده په ګډون نورو افراطي جريانونو ته نوى قوت وربخښي او په عملي توګه اسلامي ټولنې  ګواښوي.
نن افغانستان، سوريه، نايجريا، سوماليا، پاکستان او نور هېوادونه د ډيرو ناوړو ډار اچووکو فعاليتونو ډګر دى. آن ډار اچونه ډير باثباته اسلامي هېوادونه  ګواښوي چې د سعودي عربستان د ختيځ په يوه جومات کې وروستۍ تروريستي پيښه د دغې ادعا ثبوت دى.
له بده مرغه د داعش، القاعده، طالبانو او بوکوحرام په ګډون بنسټپالو او تروريستي جريانونو په مذهبي شعارونو سره له بشريت سره جګړې ته ور دانګلي او په کاذبو او جعلي هويتونو سره د نورو اديانو ترمنځ له اسلام سره د دښمنۍ د زمينې د برابرولو سبب شوي دي.
د مسلمانانو ترمنځ د دغه شان افراطي جريانونو شتون د دې سبب شوى دى چې د نورو اديانو پيروان او غير مسلمانې ټولنې د اسلام د مبين دين په نسبت له کينې ډک نظر ولري. په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين خپل اصول او ارزښتونه لري؛ د انساني شرافت درناوى  کوي او مرګ ژوبله او بربادي مردوده بولي .
ستونزه په دې کې ده چې يوشمېر اسلامي هېوادونه په څرګند ډول او يا په پټه د افراطي جريانونو کوربه دي. هغه جريانونه چې ترور او وحشت نورو ټولنو ته صادروي او په انساني ژوندانه کې د تقابل سبب کيږي او په ناوړو فعاليتونو، تاوتريخوالي او وحشت سره اسلامي ټولنو او نورو ټولنو ته درد او غم پيداکوي.
د جمهور رييس دغه خبرې  چې (( موږ له تروريزم سره د يوې سيستماتيکې پديدې په توګه مخامخ يو چې د هرې ورځې په تيريدو سره لاپسې وژونکې، سازمان موندونکې او د زياتو  عوايدو لرونکې کيږي، له دې امله موږ د دغې پديدې په باب ګډ درک ته اړتيا لرو او له ګډ درک پرته به ونه کړاى شو چې له دغو پديدوسره د مبارزې ستراتيژۍ طرحه کړو،)) د درک وړ دي.
دغه  خبرې دا ټکى په ډاګه کوي چې تروريزم يو کلي او څو اړخيز خطر دى، يعنې ټول له يوې مخې له منځه وړي او نه شو کولاى له هغه څخه سياسي او يا د وسايلو په توګه استفاده وکړو او بايد بنسټپالنه او تروريزم  د ګډ درد په توګه ومنو او د هغه په وړاندې په اخلاص او ژمنتوب سره يو موټي شو. د هغوى پولي سرچينې،   لوژستيکي منابع، د سرپورته کولو ځاى او د سرتيرو د استخدام منابع په خپل تمرکزکې ولرو. د هغوى د پيسو د مينځلو او په اسلامي هېوادونوکې د اقتصاد په برخه کې د هغوى ناجايزې استفادې له منځه يوسو. يوازې ديپلوماتيک چلند کافي نه دى، دتروريزم خطر جدي شوى دى. وخت د ژمنې او عمل وخت دى. تروريستان لکه څنګه چې زموږ دښمنان دي؛ دښمن پاتې کيږي. بايد له هغوى څخه د دوستۍ هيله ونلرو. موږ د دې شاهدان يو چې په سيمه کې تروريستي کړۍ د خاصو هدفونو لپاره وپالل شوې او اوس کوربه هېوادونه ورسره مخامخ دي  يعنې تروريستان له وژنې او ويجاړلو پرته بله ژمنه نلري. بايد هغوى وپيژنو اوله منځه يې يو سو او دا کار يوازې  په يوالي اوپيوستون کې شونى دى او بس.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته