امنیت

په کاپيسا کې دجنايي جرمونو په تور دديارلسو تنو نيول کېدل .

کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر :
ديارلس تنه په کاپيسا کې دجنايي جرمونو په اړوند ونيول شول ..
دغه کسان دکاپيسا په  ګوټ ګوټ کې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې دعملياتو اودموټرودلټونې په بهيرکې  نيول شوي دي.
دکاپيسا  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق  شورش باختراژانس ته وويل چې په دغو کسانودغلا ، په غير قانوني ډول دجنګي وسايلو دلېږدونې ، دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورنې اودانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
هغه وويل چې هېوادوالو ددغوکسانو  په پېژندنه او نيونو کې همکاري وکړه .
دترلاسه شويو شمېرنو له مخې، په تېرو نهو مياشتو کې په کاپيسا کې دجنايي جرمونو  په اړوند څه دپاسه  پنځه سوه  مشکوک کسان نيول شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته