ښوونه او روزنه

شل تنه دکابل د تخنيکي اورتوپيدۍ له څانګې څخه فارغ شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
شل تنه  نن  دکابل داورتوپيدۍ موسسې له تخنيکي څانګې  څخه دفراغت
سندونه ترلاسه کړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه فارغان دنجونو او هلکانو په ګډون   دکابل  ، باميانو ، خوست او د کونړ  له ولايتونو څخه دي  چې دتخنيکي اورتوپيدۍ په څانګه کې  دزده کړې له درې کلنې دورې څخه وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه  کې چې  له همدې امله  جوړه شوې وه  دعامې روغتيا وزارت معينې ناجيې طارق  خبرې وکړې  او ددې ترڅنګ يې چې  دکابل  داورتوپيدۍ موسسې دکړو وړو له امله يې قدرداني وکړه ، ټينګار يې وکړ چې  په روغتيايي برخو کې بايد کيفيت ته زياته پاملرنه وشي .
دې څرګنده کړه  هغه کسان چې  په روغتيايي برخو کې  کار کوي بايد پوهه  ، مهارت  او ښه سلوک ولري  او دغه راز له اروپا اتحاديې څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې داورتوپيدۍ ديوه سمبال او معياري روغتون په جوړولو کې  همکاري وکړي.
دغضنفر دروغتيايي علومو دانستيتوت ر ئيس  ډاکترمطيع الله  داورتوپيدۍ  اختصاصي او تخنيکي څانګه په هېواد کې دخلکو يوه مهمه اړتيا وبلله او ويي ويل چې دې برخې ته زياته پاملرنه  نه ده شوې.
دغه راز په دې غونډه کې دکابل داورتوپيدۍ موسسې مسوولې ګل مکى سياووش ددغې موسسې دفعاليتونو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تخنيکي اورتوپيدۍ کې  فيزيو تراپي ، دمصنوعي لاسونو او پښو  جوړول  او ولچر شامل دي .
په دې غونډه کې  يوشمير نورو ويناوالو هم  تخنيکي اورتوپيدي يوه مهمه برخه وبلله او له فارغانو څخه يې وغوښتل چې خپل راتلوونکي مسووليتونه دې په ښه  ډول  ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته