امنیت

د هيواد په بېلابېلوسيموکې١٧٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري اوولسمه :
د کورنيو چارو وزارت يو خبرحاى وايي: يوسلو  شپږ اويا تنه ډار اچوونکي طالبان د هغو امنيتي فعاليتونو په ترڅ کې چې پرون د انتخاباتوپه بهيرکې ترسره شول؛ ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د باخترآژانس خبريال ته ويلي دي: که څه هم ترهګر او د هغوى سيمه ئيز ملاتړي، د تروريزم د روزنې د مدرسو او مرکزونو په تړلو او د خپلو ګوډاګيانو په را استولو سره د انتخاباتو د بهير دګوډولو په لټه کې وو؛ خو د هيواد امنيتي ځواکونو د شپې ورځې په زيارونو او سرښندنو سره  له پولو اخوا سازمان شوي ترهګريز پروګرامونه په اوبو لاهو کړل.
د امنيتي ځواکونو په هغو جګړه ئيزو عملياتو او فعاليتونوکې چې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ ١٧٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، ٧٥ تنه يې ټپيان او يوبل وسله وال مخالف ونيول شو.
په دغه ملي او تاريخي ورځ دهيواد دملي پوليسو ځواکونو په دې بريالي شول ٩١ ماينونه، د درندې وسلې ١٢ګولۍ، ١٧بوشکې چاوديدونکي توکي، په چاوديدونکو موادو ډک يو واسکټ، يوه پيکا، يوتوغندي ويشتونکي او يو کلاشينکوف چې د افغانستان  دخلکو د سولې او امنيت دښمنانو او ډار اچوونکو له هغو څخه په ګټې اخستنې سره غوښتل دافغانستان دخلکو دغه ملي بهير ګډوډکړي؛ کشف اوضبط کړي دي.
دغه راز د فارياب په ولايت کې يوځانمرګى يرغلګرچې د ځان وژنې د بريد نيت درلود؛ دپوليسو دځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.  همدارنګه يوبل  بريد کوونکى د پوليسو دځواکونو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
  ويل کيږي دانتخاباتو د ورځې په بهيرکې دملي پوليسوځواکونو ٣١ تنه  د هيواد په بېلابېلو سيموکې په دغه ملي بهيرکې د جعل په اړوند نيولي دي .
  ديوبل خبر له مخې: د پرونيو انتخاباتو په بهيرکې  دهيواد په بېلابېلو سيموکې په جلا جلا پيښوکې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او ٤٣ تنه نور ملکيان ټپيان شوي دي.
دغه راز د دغه ملي بهير په ترڅ کې د پوليسو دولس تنه منسوبين چې ددغه بهير  د ښه امنيت د تامينولو او د دښمنانو د بريدونو د شنډولو په خاطر په زړورتيا سره وجنګيدل؛ شهيدان او د پوليسوپنځلس تنه نور منسوبين ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته