امنیت

طالبانو دخواجه غار ولسوالۍ څو دوکانونه وسوځول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې څو دوکانونه وسوځول او امنيه قوماندان ټپي شو .
دتخار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو دخواجه غار له ولسوالۍ څخه دتيښتې په وخت دولسوالۍ په بازار کې څو دوکانونه وسوځول ، امنيه قوماندان ټپي شوى دى .
دتخار والى محمد ياسين ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : تيره شپه وسله والو طالبان له هغودولتي ټانکونو څخه په استفادې سره چې په خان آباد ولسوالۍ کې يې نيولي وو دخواجه غار ولسوالۍ بازارته ننوتل . امنيتي ځواکونو په دې دليل چې ګټى دوى دولتي ځواکونه دي په هغوى يې بريدونه وکړل.
ښاغلي ضيا وايي وسله والو طالبانو په دې تکنيک سره په امنيتي ځواکونو ناڅاپي بريدونه وکړل او امنيتي پوستې يې ونيولې او دخواجه غار ښارته ننوتل په همدې حال کې امنيتي خبرځايونه وايي چې دخواجه غار ولسوالۍ دبيرته نيولو په جګړه کې د تخار ولايت امنيه قوماندان برسيرن ټپي شوى دى او اوس دهغه روغتيايي حالت مخ په ښه والې دى .
سنت الله تيموري وويل وسله والو طالبانو يواځې دولسوالۍ دخلکو دوکانونو ته اوراچولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته