کابل باختر د ثور ديارلسمه :
په خوست ولايت کې دفوټبال دغوره ليک دسياليو په دوام پرون مازيګر دمجاهد ټيم دهمت ټيم ته ماتې ورکړه .
دخوست ولايت دورزشي امريت يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې چې دخوست ولايت په ورزشي ډګر کې ترسره شوه دمجاهد ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دهمت ټيم ته ماتې ورکړه .
دخوست ولايت دفوټبال دغوره ليک سيالۍ ددولسو ټيمونوپه ګډون په دغه ولايت کې پيل شوي دي او په دوام يې نن دکاروان او دکلوب دو ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ