سیاست

اجرائیه رئیس د سعودي عربستان د ارشاد، حج او دعوت له وزیر سره وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تير ماښام د سعودي په پلازمېنه ریاض کي د هغه هیواد د حج، دعوت او ارشاد له وزیر شیخ صالح الطالب سره وکتل.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
اجرائیه رئیس په دې کتنه کي وویل، له بده مرغه چي ترورستي ډلي او د هغوی ملاتړي د اسلام له نامه په ناوړه ګټي اخستني سره تروریزم ترویجوي.
هغه زیاته کړه، چي سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کي د یوه معتبر نوم په توګه د اسلام د واقعي څېرې په رسولو او له اسلامه د ناوړه ګټي اخستني په خاتمه کي خورا مهمه ونډه درلودلای سي.
ده یادونه وکړه، چي د افغانستان او سعودي ترمنځ د دیني عالمانو نژدې اړیکي او د افغانستان د عالمانو شورا سره ګډ کار کولای سي، چي د افراطیت پر ضد پوهاوی زیات او د حقیقي اسلام په تفسیر کي مرسته وکړي.
هغه په کابل کي د خادم حرمین شریفین د مرکز ایجاد او په جلال اباد کي د اسلامي پوهنتون د کار تکمیلي د نورو ګډو فعالیتونو په توګه یاد کړل او ورته یې د سعودي د حج وزارت پاملرنه وغوښته.
د سعودي عربستان د شاهي هیواد د حج، دعوت او ارشاد وزیر شیخ صالح الطالب په ننۍ کتنه کي وویل، چي هیواد یې په دیني او مذهبي چارو کي هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.
نوموړي وویل، چي دوی به د افغانستان د عالمانو له سراسري شورا سره اړیکي نژدې کړي او د هغوی ټولي اړتیاوي به ورته پوره کړي.
هغه همداراز یادونه وکړه، چي وزارت به یې د افغانستان د عالمانو شورا ته د کاري دفترونو په رغونه کي هم همکاري وکړي.
ښاغلي الطالب د نن ورځي په ملاقات کي وویل، چي په کابل کي د خادم حرمین شریفین د مرکز کارونه نږدې بشپړسوي او د نوې زیږدیز کال په پیل کي به یې عملي چاري پیل سي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته