سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې خبرتيا!

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې خبرتيا!
د شرعياتو، حقوقو او دسياسي علومو د پوهنځيو ( قضايي او څارنوالۍ برخې)  فارغانو  او د ديني رسمي مدرسو د څوارلسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې له لومړۍ نمرې څخه تر پنځمې نمرې پورې له مدرسوڅخه فارغ شوي دي او د قضايي  ستاژ د شموليت علاقمند دي؛ خبر ورکول کيږي چې د ديرشمې دورې د قضايي  ستاژ په کانکور د شموليت لپاره نوم ليکنه د روان کال دکب دمياشتې په ١٧نيټه د شنبې د ورځې د سهار په اتو بجو پيليږي او د ١٣٩٣کال د وري دمياشتې تر ١٥ نيټې پورې هره ورځ په رسمي وختونوکې د کابل پولي تخنيک په پوهنتون کې د قضايي تعليماتو د رياست په مقرکې دوام مومي.
په شرايطو برابر غوښتوونکي دې د مراجعې په وخت کې د تابعيت دتذکرې اصل له فوټوکاپۍ سره يې، له فوټوکاپۍ يې د فراغت تصديق او په دوه په دريو(٣٢)کې اته رنګه عکسونه له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته