امنیت

د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د غزني ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول .
د غزني د والي وياند جاويد سالنګى وايي: دغه پيښه نن سهار د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ په آزاد کلي کې رامنځته شوه .
سالنګي وويل: په دې پيښه کې د دريو ښځو، دوو ماشومانو او يوه سړي په ګډون د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژل شوي دي .
ده زياته کړه: دغه کسان د زرنج موټرسايکل په واسطه د ګيلان ولسوالۍ يوبل کلي ته روان وو چې د سپرلۍ واسطه يې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته