ښوونه او روزنه

په پکتيا پوهنتون کې د دوو ليليو د جوړولو کار پيل شو

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٦ مه
په پکتيا پوهنتون کې د دوو ليليو د جوړولو کار نن پيل شو .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په پکتيا پوهنتون کې نجونو او هلکانو ته د دوو ليليو د جوړولو کار د څه دپاسه ۳۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شو .
دغه دوه ليليې په پنځه پوړونو کې جوړيږي چې په يوه وخت کې د ۳۰۰۰ تنو محصلانو ظرفيت لري چې په هغو کې د مطالعې او ډوډۍ خوړلو سالون او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د پکتيا والي د دغو ليليو د کار د پرانيستلوپه مراسموکې په روان کال کې د دغه پوهنتون استادانو ته د ځمکې د ويشلو خبر هم ورکړ.
د پکتيا والي شميم خان کټواري وويل چې سيمه ييز مسوولين تصميم لري چې په نږدې راتلوونکې کې د کرنې يو پوهنتون هم په دغه ولايت کې جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په پکتيا پوهنتون کې د ۷۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت د څو پروژو کار دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته