امنیت

طالبانو دوه ملکیان په روزګان کې ووژل

کابل/دلړم۲۲مه/باختر
طالبانو په روزګان کې په یوه صحرایي محکمه کې دوه تنه ملکیان په ډزو سره ووژل.
وسله والو طالبانو دغه کسان دوه ورځې مخکې د ترینکوټ له ختیځ څخه وتښتول او پرون نا وخته يې پولیسو د دغو هغوى مړي په یوه واټ کې ترلاسه کړل.
یو تن وژل شوی عبدالباري په روزګان کې د یوه ساختماني شرکت رییس و.
په روزګان کې یوه امنیتي سرچینې له باختر آژانس سره په ټلیفوني خبرو کې دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د دغو دوو تنو د وژنې د عاملينو د پېژندنې او موندلو لپاره د پولیسو هڅې پیل شوې دي.
تراوسه د دغو دوو تنو د وژل کېدو انګېزه روښانه شوې نه ده.
سرچینه وايي چې وسله والو طالبانو د ساختماني شرکت له رييس عبدالباري څخه پيسې غوښتې وې؛ خو هغه پيسې ورنه کړې چې د هغه د وژنې سبب شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته