روغتیا

د عامې روغتيا وزارت د سيګار رپوټ رد کړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د عامې روغتيا وزارت په افغانستان کې د٥٠٠ خيالي روغتيايي مرکزونو په باب د سيګار رپوټ ردکړ.
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا د ځانګړې پلټنې ادارې يو رپوټ خپورکړى دى چې په افغانستان کې د څه د پاسه ٥٠٠ خيالي روغتيايي مرکزونو د شتون يادونه پکې شوې ده.
خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار نن د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې د سيګار رپوټ رد کړ او ويې ويل چې له دريو مياشتو را په دې خوا د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په خپله د هيواد کلينيکونه له نږدې څيړي او د هيواد په کچه کوم خيالي روغتيايي مرکز شته .
مايار زياته کړه: د هيواد د عامې روغتيا وزير هم د سيګار د دغه رپوټ په غبرګون کې په هيوادکې د خيالي روغتيايي مرکزونو شتون رد کړى دى.
خبرځاى زياته کړه: سيګار په دې باب د خپل رپوټ د (جي پي اس) له نوى سيستم څخه استفاده کړې ده چې دغه نوې لاره  شمېر اخستنه غلطه ښودلې ده.
ده وويل: په افغانستان کې٥٥٠ روغتيايي مرکزونه شته او ټول يې فعاليت کوي او هره اداره چې د روغتيا په برخه کې زموږ دغه ادعا څيړي؛ موږ يې هرکلى کوو او په دې باب همکاري کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته