کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دداعش دډلې له خوا دکندز ولايت لپاره نومول شوى والي ونيول شو .
دکندز ولايت دملي امنيت درياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې دداعش يومشهور پوځي مسوول مولوي عبدالکريم نيول شوى دى .
ويل کيږي عبدالکريم دتيرې شپې په دريو بجو کې دخاصې قطعې دعملياتو په بهير کې نيول شوى دى .
په خبرپاڼه کې ويل شوې ده چې دملي امنيت مامورينو دداعش له نومولي والي سره دعبدالکريم يوه وفادار هم نيولى دى .
ددغې خبرپاڼې دخبر له مخې، دغه کسان دخان اباد ولسوالۍ دديوانه قشلاق دکلي په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ