سیاست

اجرائیه رئیس: ټول وزارتونه او حکومتي ادارې دې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه جدي ونیسي

کابل باختر دليندۍ  ٢٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تير ماښام په سپېدار ماڼۍ کې د ځوانانو پارلمان له استازو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات او د ځوانانو د پارلمان رئيس خبرې وکړې او د پارلمان په موخو او جوړښت یې معلومات ورکړل.
د ځوانانو چارو مرستیال وویل، چې په یاد پارلمان کې د ټول افغانستان د ځوانانو استازي شامل دي او دغه ځوانان به له خپلو سیمو، ولسوالیو او ولایتونو څخه ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکوي.
هغه وویل، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو تل ځوانانو ته توجه کړې او په تېرو دوو کلونو کې د کابینې غړو او مرستیالانو د ځوانانو له پارلمان څخه کتنه کړې او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له ځوانانو، د ملګرو ملتونو د ځوانانو چارو له دفتر او د مشرانو جرګې له رهبرۍ مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې د یاد پارلمان د جوړېدو زمینه برابره کړې ده.
اجرائيه رئيس د ځوانانو پارلمان جوړېدل اغېزمن یاد کړل چې په وینا یې د څلوردېرشو ولایتونو ځوانان له یو بل سره اړیکي پيدا کوي او خپلې ستونزې شریکوي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، دوه کاله کېږي چې ځوانان په سختو شرایطو کې د خلکو استازیتوب کوي او د خلکو غږ ته انعکاس ورکوي.
هغه وویل، چې دغو ځوانانو تل له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړ، چې د ځوانانو پارلمان دوه استازي دې په وزیرانو شورا کې برخه واخلي، خپلې ستونزې دې شریکې کړي او د وزیرانو شورا به د دوی د ستونزو د حل په اړه اقدامات وکړي.
اجرائيه رئیس په تېرو څو کلونو کې ځوانانو ته پاملرنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه یاده کړه او هیله یې وښوده، چې د افغانستان د ملي شورا په راتلوونکو دورو کې ډېره برخه د ځوانانو له پارلمان څخه وي.
اجرائيه رئیس ټولو وزارتونو او حکومتي ادارو ته هدایت ورکړ، چې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه او د خلکو د ستونزو منعکس کېدل جدي ونیسي او په حل کې دې اقدام وکړي.پاى-سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته