کابل باختر د لړم دولسمه :
په فارياب ولايت کې يو وسله وال طالب د سولې له بهير سره يوځاى شو.
د فارياب ولايت د پښتون کوت ولسوالۍ لپاره د پوځي کميسيون مرستيال شيخ احسان د تروريستي ډلې يو مشهور غړى ملا عبدالحليم د سولې له بهير سره يوځاى شو .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو د دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل، دغه سړى چې له دووکلونو څخه را پديخوا د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې په دولت ضد فعاليتونوکې بوخت و، د حقانيت په درک کولو سره له يوه روسي کلاشينکوف او يوه اندازه پوځي مهماتو او تجهيزاتو سره د امنيتي منسوبينو د هلوځلو له امله له دولت سره يوځاى شو .
ملا عبدالحليم وويل: زما پيغام هغو ورونو ته چې د دښمنانو له خوا غولول شوي دي، دا ده چې د اسلامي حکومت دروازې د دوى پرمخ پرانستې دي او له ورور وژنې څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل