سیاست

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

کابل باختر دلړم اوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا
ددغه وزارت له پخوانيو خبرتياوو سره  ځينې خصوصي خپرونې او دارالترجمې  دډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو د قانون ٢٨  مادې ته په پاملرنې سره په داسې حال کې چې قانوني جواز نه لري  خپل فعاليت ته دوام ورکوي په همدې مقصد داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوروستي ځل لپاره   دخصوصي  خپرونو او د دارالترجمو دامتياز خاوندانو ته خبر ورکول کيږي چې ددغې خبرتيا د خپريدو له نيټې څخه تر يوې اوونۍ پورې دې ددغه وزارت دخپرونو او عامه اړيکو رياست ته ورشي اوجواز دې  ترلاسه کړي له دې پرته  به دجواز له نه لرونکو خپرونکو او دارالترجمو  سره قانوني چلند وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته