امنیت

يوځانمرګي بريدکوونکې دخوست ښار په کابل بانک نمايندګي کې ووژل شو

١٨ – کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

يوځانمرګي بريد کوونکې  نن مخکې له دي چې ځان په خوست ښارکې دکابل بانک نمايندګي ته ورسوي دپوليسو دډزو له امله ووژل شو.

په دې  پيښه کې ددغه بانک يو ساتوونکې  دبريد کوونکې دډزو له امله ټپي شوى  دى .

دغه پيښه نن په لسو بجو او ديرشو  دقيقو هغه وخت رامنځته شوه  چې يوځانمرګي بريد  کوونکي په داسې حال کې چې چاوديدونکې توکې يې  په ځان پوري تړلي و په خوست ښارکې دکابل بانک په نمايندګي بريد وکړ.

دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه  ځانمرګي بريد کوونکې لومړي دکابل بانک ساتونکي په ډزوسره ټپي کړ خوبانک ته له ننوتو مخکې دپوليسو دځواکـــونو دډزو لـــه امله  ووژل شو.

دکابل بانک نمايندګي دخوست ښار دپوليسو دقوماندانۍ په واټ کې  موقعيت لري هغه ځاى چې په کلکه دپوليسو تراغيزې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته