اقتصاد

په ايبکو ښار کې يوتجارتي مرکز جوړېږي .

کابل / دغبرګولې ٢٤مه / باختر:
ديو تجارتي مرکز دودانۍ دجوړولو کار نن په ايبکو ښارکې پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ،  دغه تجارتي مرکز دايبکو ښاروالۍ له  پرمختيايي بودجې څخه  داووه ويشتو ميليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت په څه دپاسه  زر متره مربع ځمکه کې په دوو پوړونوکې جوړېږي .
دايبکو ښاروال فيروز الدين تګين وايي په دغه تجارتي مرکز کې له ټولو ملحقاتو سره يې  شپيته دکانونه په پام کې نيول شوي دي  چې کاربه يې  په شپاړلسومياشتو کې بشپړ شي .
دسمنګانو والي  عبداللطيف ابراهيمي ددولت  دعوايدو په لوړولو او دايبکو خلکو ته داسانتياو په برابرولوددغه تجارتي مرکز  جوړول  ارزښتناک وباله .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته