خبرونهفرهنګټولنهTOP

په لغمان کې د رسنیو د فعالیت، تاریخي ابداتو، فرهنګي بهیر او عامه کتابتون په تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي عبدالنور رسولي سره ځانګړې مرکه

کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

۱- لغمان کې درسنیو وضعیت او فرهنګي چارې څنګه پرمخ ځي؟

ځواب: لغمان کې د رسنيو  وضعیت تر بل هر وخته ډېر ښه دی، دا مهال پنځه خصوصي راډيوګانې يوه دولتي راډيو او يو دولتي تلويزيون فعاليت کوي، چې له خصوصي راډيوګانو څخه د حسين راډيو په نوم د اسلامي امارت له راتګ سره سم په فعاليت پيل کړی او خپل نشرات مخ ته وړي. فرهنګي فعاليتونه هم په ښه ډول مخ ته روان دي، يو شمېر فرهنګي ټولنو لخوا مشاعرې او فرهنګي فعاليتونه ترسره شوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ورسره پوره پوره همکارې کړې ده او همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم ګڼ شمېر فرهنګي فعاليتونه ترسره کړي دي.

۲-  اطلاعاتو ته لاس رسۍ په اړه که ووایاست ایا په دې اړه د خبریالانو  ستونزه حل ده که څنګه؟

ځواب: دا مهال په لغمان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هيڅ کومه ستونزه نشته، د اسلامي امارت د راتګ په پيل کې اطلاعاتو ته لاس لاسری لږ څه مشکل و، وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په غوښتنه او د ولايت مقام په حکم ټولو امنيتي او ملکي ادارو ته لارښوونه وشوه، چې له رسنيو او خبريالانو سره پر وخت معلومات شريک کړي، چې اوس مهال په دې برخه کې هيڅ کوم مشکل نشته او خبريالان ډاډه کار کوي.

۳- لغمان کې د رسنیو د خپرونو د سانسور  په اړه که ووایاست چې رسنۍ څومره ازادي لري؟

ځواب: په لغمان ولايت کې رسنۍ په بشپړ ډول ازاد فعاليت کوي، د دوی پر وړاندې هيڅ ډول سانسور نشته، يوازې هغه څه نشرول بند دي، چې د اسلام مبارک دين، زموږ کلتور او ملي منافعو سره په ټکر کې وي. چې دا مسايل د ټولنيزو رسنيو په قانون کې هم واضح شوي دي او رسنۍ مکلفې دي، چې هغه مراعت کړي او جدي پاملرنه ورته وکړي.

۴- په لغمان کې د اسلامي امارت له بریا سره د ځینو رسنیو فعالیت توقف شو، علت یې څه و؟

ځواب: د اسلامي امارت له راتګ وروسته د څو مياشتو په تېرېدو سره په لغمان کې دوه راډيو ګانې (هيله او خيبرنوښت) د مالي امکاناتو د نه شتون له امله د يادو راډيو ګانو مسولينو په خپله خوښه توقف کړې دي، يعنې اقتصادي ستونزې موجودې دي، نور د دوی پر وړاندې هيڅ ننګونه نشته. د دې ترڅنګ بيا د اسلامي امارت د راتګ سره سم د (حسين) په نوم يوې خصوصي راډيو په فعاليت پيل کړی او دا مهال نشرات لري.

۵- په لغمان کې مهم تاریخي سیمې شته هلته کارشوی او ساتنې په اړه یې کوم اقدام شته یا شوی؟

ځواب: هو په لغمان کې ګڼ شمېر تاريخي سيمې او ابدات موجود دي، موږ له يادو سيمو او ابداتو څخه د ساتنې په موخه له نږدې ليدنې کړې دي. له هر ډول ننګونو او خطراتو څخه مو ساتلې دي او ژمن يوو چې تل به يې ساتنه کوو.

۶- د سراج تاریخي کلا اوسنی وضعیت څنګه ګڼئ ایا ساتنه یې په سمه بڼه کیږي؟

ځواب: سراج تاريخي کلا بيا ځلي رغول شوې ده، موږ يې تل ساتنه کوو، زموږ همکار تل هلته ورځي څارنه يې کوي، د ساتنې لپاره مو د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتنه کړې ده چې د دې کلا د ساتنې لپاره رسمي تشکيل ورکړي، څو هلته مسؤل کسان ميشت شي او تر بل هر وخته يې ښه ساتنه وشي، په کل کې سراج تاريخي کلا څخه په ښه شکل ساتنه کېږي او ساتنه به يې کوو.

۷ـ په لغمان کې د چاپي رسنیو  فعالیت  کم دی، علت یې څه بولئ؟

ځواب: هو، د چاپي رسنيو فعاليت په رښتيا هم کمزوری دی؛ خو دا د اوس خبره نه ده، د چاپي رسنيو فعاليت له پخوا کمزوری و، علت يې هم د مالي امکاناتو نشتون دی، هغو ټولنو چې پخوا چاپي نشرات درلودل، اوس د مالي امکاناتو د نشتون له امله چاپي نشرات نه لري، خو ترڅنګ يې يو شمېر چاپي رسنۍ اوس هم نشرات لري، چې ښه بېلګه يې  د لغمان جريده ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا چاپيږي او دوامداره نشرات لري.

۸- د فرهنګي ناستو اومشاعرو  بهیر څنګه دی؟

ځواب: فرهنګي فعاليتونه روان دي، مشاعرې شوې دي او لا هم دا لړۍ دوام لري، موږ د فرهنګي ټولنو له مسولينو سره ناستې کړې دي، هغوی ډاډ راکړی چې فرهنګي فعاليتونه به جاري ساتي. خوشبختانه چې په تېرو څو مياشتو کې موږ د فرهنګي ټولنو او فرهنګي اشخاصو سره په همکارۍ مشاعرې او فرهنګي غونډې او مجالس تره سره کړي دي. څه موده وړاندې د لغمان فرهنګيانو او ځوانانو په شتون کې موږ الينګار ولسوالۍ ته سفر درلود، هلته مو د کتاب اوونۍ د يوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې ونمانځله او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې فعالیت هر کلی وکړ او ډاډ یې راکړ چې دوی به هم په داسې فعالیتونو کې پوره پوره ونډه اخلي.

۹- د لغمان د عامه کتابون په اړه که ووایاست چې څو ټوکه کتابونه به لري او د کتاب د مینه والو ذوق پری خړوبیدلای شي؟

ځواب: لغمان عامه کتابتون دا مهال شاوخوا اوه زره (7000) ټوکه ډول ډول کتابونه لري، تر ډېره د کتاب د مينه والو ذوق پرې خړوبېږي، خو زموږ هڅه دا ده چې دلته د اړتيا وړ ټول کتابونه برابر کړو، زموږ کمپاين په دوامداره ډول جريان لري، د کمپاين په ترڅ کې موږ د لغمان عامه کتابتون لپاره ګڼ شمېر کتابونه هم را ټول کړي دي، بيا هم په نورو غږ کوو، چې د لغمان عامه کتابتون لپاره د خپل توان مطابق د کتابونو همکاري وکړي، څو دغه کتابتون تر بل هر وخته ښه بډايه شي.

۱۰- له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د ځوانانو د ټولنو اړيکې د تیر په څیر دي که څنګه؟

ځواب: هو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل تشکیل کې یو د ځوانانو عمومي مدیریت لري په اوونۍ کې یو ځل د مهترلام مرکز سربیره د ولسوالیو ځوانانو ټولنو له مشرانو او ځوانانو سره دهمغږۍ ناستې لرو ستونزې او مشکلات یې اورو او د حل لارې چارې ورته لټو او همدارنګه ځوانانو تل له مونږ سره په ملې مسایلو، غونډو او  اشر کې برخه اخیستې او موږ ترې منندوی یو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته