سیاست

تبصره :

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٩  :
عاشورا داسلام دتاريخ يو ډير مهم او تلپاتې بدلون دى.
بايد هغه له بيلابيلو اړخونو څخه يې وڅيړو او زده کړه ورڅخه وکړو.
دباخترآژانس سياسي  مفسر ليکي :
تاريخ شاهدي ورکوي  ، دحسين  يارانو ديزيد او يزيدانو په وړاندې په پاڅون سره څرګنده کړه چې په ظلمونو کې  داسارت اوپه سپکاوي کې دژوند کولو دين   شتون نلري .
دحسين  اودهغه ديارانو دپاڅون بيلابيل سياسي ، ټولنيز ، اخلاقي او حماسي اړخونه دزمانې له پولو څخه تيرشوي دي  او تر هغه وخته پورې چې په دې خاورينه کره کې  انسان شتون لري هماغه شان  ژوندى او تلپاتې پاتي کيږي.
په يوه  روايت کې ويل شوي دي ؛  حضرت امام حسين  کله چې دکربلا په  لور  روان و  په څرګند ډول اوپه تلويح سره  هغو کسانو ته چې  دقدرت اوپانګې په  خاطر يې دهغه ملګرتيا کوله ويلي و چې ددغې لارې پاى ،هغه څه نه دي  چې  تاسې  په تعقيب يې بيړني ګامونه اخلئ  بلکې دغه لاره  دالهي مسووليت او انجام په خاطر انتخاب شوې ده.
امام  حسين او ياران يې ديزيد په وړاندې  د قدرت  او پانګې په خاطر ونه دريدل  بلکې دوى  دهغو ديني ، ټولنيزو ، سياسي  او اخلاقي ارزښتونو دساتنې په خاطر  چې ديزيد او دهغه دپيروانو له خوايې ترلاسه کړي و ، ودريدل  چې ددغو ظلمونو جرړې له بيخه وباسي .
دوى په دې پوهيدل چې په يوه نابرابره  جګړه کې نه بريالي کيږي دوى ماته برياليتوب باله ځکه که چېرې دغه شان نه واى دکربلا داستانونه او ديزيدانو  سخت زړي له پولو څخه نه تيريدل او نړۍ  دعاشورا دپراختيا په اړخونو نه پوهيده . دعاشورا مدرسه ، دالهي فرمان په وړاندې دتمکين مدرسه ده .
په هر صورت  که چېرې په تيرو وختونو کې يزيد  داهل بيت په وړاندې ودريد  نن ورځ  دپرديو په استخباراتو پورې اړوندو يزيدانو په  کندز، هلمند اودهېواد په نورو سيمو کې کربلا جوړه کړې ده . دوى ديزيد په شان  داسلام تر نامه لاندې  داسلام پرضد او دبشريت  تر نامه لاندې دبشريت پرضد  دريدلي دي ، په جنايتونو لاس پورې کوي او په جنايتکارانو په ډډې لګولو سره ماشومان ، ښځې او بوډاګان وژنې او اسلام دتاوتريخوالي اوبربريت مدرسه معرفي کوي.
هغه کسان چې دعاشورا يادونه کوي بايد په دې پوه شي چې دحسين پاڅون  دقدرت اوپانګې لپاره نه و ، دحسين پاڅون دعدالت  ، برابرۍ  او دناخوالو  دپاى ته رسولو پاڅون و. ځکه داسلام او ددين  ترنامه لاندې ترسره کيدل په همدې دليل  دعاشورا يادونه ديزيدي  ظلمونو اوفساد په وړاندې داهل بيت  دحماسو يادونه ده  او مسلمه امت ته  ستره مدرسه   او زده کوونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته