کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر:
د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبانو څلور تنه د هرات له بېلابېلو سيمو څخه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونيول.
د هرات يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د عملیاتو په پایله کې نېولي دي.
ده وويل چې له نيول شويو کسانو څخه شاوخوا درې کيلوګرامه اپین، شيشه او پوډر هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ