سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم: د ټولنې دوګړو دژوندانه ساتنه او سلامتيا ددولتونو دندي دي

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

  د وزيرانوشورا   دقوانينو کميټې  نن دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او ددغې کميټې درييس مارشال  محمد قسيم فهيم په مشري دقوانينو اومقررو دپيشنهادي طرحو  په باب دخبرو په   مقصد دوزيرانو شورا دګلخانې  په ماڼۍ کې غونډه وکړه .

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ، دغونډې په پيل کې  د پيشنهادي  قوانينو او مقررو  نوي طرحې  ، دافغانستان دجزايي اجرااتو ، دافغانستان دڅارنوالي  دتشکيل او واکونو او داداري فساد پرخلاف  دمبارزې دقوانينو درې ګونې طرحې   چې  دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې په تيره غونډه کې  داصلاح اودبيا کتنې په مقصد يو کميسيون ته سپارلي  شوې وې  او دغه کميسيون دهغو داصلاح اوبيا کتنې کار بشپړ کړى دى  تاييد ې کړې  او وپتيل  شوه چې دغه درې واړه طرحې  دې دتصويب په مقصد دوزيرانو شورا ته وړاندي شي .

  وروسته له اجندا سره سم  دعدليې وزارت مسلکي معين  په ترتيب سره دعامې روغتيا دقانون په ځينو مادوکې  دتعديل  طرحه دخصوصي مرکزونو دمقررې طرحه او پرعايداتو باندې دمالياتو دقانون دتعديل  طرحه غونډې ته وړاندي کړې .

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغونډې برخه والو ته په خطاب کې  په خپلو خبرو کې وويل چې دټولنې  دوګړو دژوندانه او سلامتيا  ساتنه ددولتونو دندې دي  او دغه دندې  بايد زموږ په  قوانينوکې روښانه او څرګندي وي .

 دجمهوري رياست  لومړي مرستيال دغه راز زياته کړه چې ټولي  دولتي مراجع ، دعامې روغتيا وزارت   او نور  اړوند مرکزونه  مکلف دي خلکو ته د ښو خدمتونو  دوړاندي کولو په لاره کې  هلې ځلې وکړي چې دخلکو روغتيا او سلامتيا  دحکومت او دخدمتونو دوړاندي کوونکو دمرکزونو په ويش کې تضمين  شي  .

   غونډې د خبرو  وړ طرحو د هري مادې په باب  له هراړخيزغور او څيړنې وروسته او دهغو پيشنهادونو  ،  نظريو او اصلاحاتو په پام کې نيولوسره چې دغونډې دغړو له خوا وړاندي شول پريکړه وکړه .

  _   دعامې روغتيا دقانون په ځينومادوکې دتعديل  طرحه دقانوني پړاونو دبشپړولو په مقصد دوزيرانو شورا ته وسپارل شي .

_  دوړاندي شويو نظريو په پام کې نيولو سره وپتيل شوه چې دعدليې او دعامې روغتيا وزارتونو استازي دى دغونډې له خوا وړاندي  شوي  پيشنهادونه  او نظريې دخصوصي مرکزونو دمقررې په طرحه کې ځاى کړي او اصلاح شوي طرحه دې دقانوني پړاونو دبشپړولو په مقصد دوزيرانو شورا ته  وسپاري .

 _ پرعايداتو  باندې دمالياتو په قانون کې دتعديل طرحه هم دوزيرانو شورا د قوانينو دکميټې دغونډې له خوا تاييد شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته