سیاستخبرونهTOPټولنه

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار، د خصوصي روغتونونو د خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سلاکار محمد ابراهیم حکمت، نن د خصوصي روغتونونو ټولنې له استازو سره په کتنه کې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار کړی دی.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د خصوصي روغتونونو ټولنې استازو، د مالیاتي اسنادو د بررسۍ، د جوازونو د ورکړې او تمدید، د دایمي ملکیتونو نه شتون، برېښنا او یوشمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

دغه راز د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سلاکار ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او مسئولین د ملت ستونزو ته متوجه دي او د خپلو هېوادوالو د هوساینې او په هره برخه کې د هېواد ځان بسیاینې لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

هغه د خصوصي روغتونونو د خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار کړی او د دې ټولنې استازو ته یې ډاډ ورکړی چې ستونزې او وړاندیزونه به یې په دقیق ډول و ارزول شي او د حل په موخه به د ریاست‌الوزرا له عالي مقام سره شریک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته