امنیت

دکندز اوسيدونکو دامنيت دتامينولو او دقانون دتطبيق غوښتونکي شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
دکندز ولايت  اوسيدونکو په يوه غونډه کې پرون دامنيت دتامينولو او دقانون دتطبيق غوښتنه وکړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې ،  دکندز ولايت يوشمير اوسيدونکو په يوې غونډې  او په يوې  سوله ئيزې  مظاهره  کې دامنيت دتامينولو د ولګردو افرادو ، انسان تښتونې، وسله والې  غلاوې ، او دورانکارو افرادو دنيولو غوښتونکي شول او له دولت څخه يې وغوښتل چې په دې باب جدي اقدامات وکړي .چې ټولو اوسيدونکو ته سوله ئيز  ژوند برابر شي .
دوى دغه راز  دقانون له تطبيق  څخه دهېواد دجمهور رييس له وروستى  اقدام څخه ملاتړ  وکړ او وويل چې دوى په هر راز شرايطو کې له سيمه ئيز او مرکزي دولت سره همکاري کوي .
دغو مظاهره کوونکو دکندز له والي عبدالجبار نعيمي  سره دکتنې په وخت کې عدلي اوقضايي  بنسټونو ته دجنايتکارو  افرادو دسپارلوغوښتونکي  شول چې دکندز والي هم په دې باب يوځل بيا ژمنه وکړه .
ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته