کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
په ننګرهار کې پرون ٤٣٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي وويل چې د خوړو نړيوال سازمان پر دغو کورنيو چې د ننګرهار له نا امنو ولسواليو څخه بېځايه او په جلال آباد ښار کې ځاى پرځاى شوې دي، خوراکي توکي ووېشل.
خبرځاى زياته کړه: په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبيا، د ماشومانو خواړه او د پخلنځي لوازم شامل دي.
پاى \ ذ