ورزش

دمويتاي دملي ټيم تايلند ته لاړل.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دهيواد د ځوانانو د مويتاي دملي ټيم لوبغاړي نن تايلند ته لاړل.
دباختر آژانس خبريال خبر راکړ : ددغو لوبغاړو دسفر موخه ددغه ورزش په نړيوالو لوبو کې ګډون دى چې دسلو هيوادونو دلوبغاړو په شمول دوږي دمياشتې له دريمې نيټې څخه تر پنځلسمې نيټې پورې په تايلند کې ترسره کيږي.
دموي تاي فدراسيون دخپرونو مسوول علي ظفر عاطفي باختر اژانس ته خبر ورکړ :دهيواد دموي تاي ټيم په ترکيب کې شپږ تنه هلکان او يوه نجلۍ شامله ده او يو ښوونکى او يو حکم هم په دې سفر کې دهغوى ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته