کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
دماليې دوزير اکليل حکيمي په مشرۍ ددغه وزارت دمشرتابه هيئت غونډه نن دماليې وزارت په مقر کې جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې دسي- بي -ار دنتيجو لپاره دظرفيت دلوړولو دپروګرام له لارې داستخدام په بهير کې دپرمختګونو او دماليې وزارت د پنځه کلن ستراتيژيکي پلان په باب هراړخيزې خبرې وشوې .
په پاى کې دماليې وزير دسي- بي- ار دنتيجو لپاره دظرفيت د لوړولو دپروګرام له لارې داستخدام په بهير په ټينګار سره ټولو اړوندو رياستونو ته لارښوونه وکړه چې د بنسټيزو اصلاحاتو په برخه کې دې جدي اقدامات وشي او دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو له پروګرام څخه دې ديوې اصلاحاتي وسيلې په توګه استفاده وشي .
ديادونې وړ ده چې دماليې وزارت ټولې ادارې په خپل اصلاحي پلانونه ددوو اوونيو په دننه کې ددغه وزارت مقام ته وړاندې کړي .
1 1 دقیقه لوستل