کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٧ :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د افغانستان لپاره د چين د ولسي جمهوريت له سفير (يائوجينګ ) سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چين ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاريو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دوه اړخيزې همکارۍ پراختيا ومومي.
د ماليې وزير د استوګنې د لسو زرو کورونو د جوړولو او د مرکزي نندارتون د جوړولو د پروژو د تطبيق په باب د ټينګار په ترڅ کې د افغانستان په اقتصادي وده کې د چين د ولسي جمهوريت د فعال ګډون له امله مننه او قدرداني وکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ