ورزش

دسوک وهنې ورزش معياري کيږي .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
  دسوک وهنې سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې . دغه سيالۍ دتنکيو ځوانانو او ځوانانو په  سني کته ګوريو کې ددوو ورځولپاره پيل شوې دي .
  دبدنې روزنې او ورزش دلوى رياست دسوک وهلو  فدراسيو ن رييس   شکيب  ستاري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ دبدنې روزنې او ورزش رياست ته څيرمه دکابل دځوانانو په کلپ کې پيل شوې دي او پکې په بيلابيلو وزنونوکې يوسلو پنځوس تنه ورزشکاران ګډون لري .
شکيب زياته کړه ددغوسياليو موخه  ددغې  څانګې دورزشکارانو ترمنځ دسوک وهنې  دڅانګې معياري کولو اومکتبي کول بلل شوي دي  .
شکيب وويل په مرکز زون کې دسوک وهنې له سياليو  وروسته دسوک وهلو  انتخاباتي سيالۍ دتنکيو ځوانانو او ځوانانو په دوو کته ګوريو کې دغبرګولي دمياشتې په پنځمه نيټه په کابل کې  ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته