ټولنه

د اداري فساد په اړوند د هرات د دوو تنو افسرانو مجازات

هرات ښار باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
په هرات ولايت کې يوې محکمې دوه تنه پوځي افسران په فسادکې د لاس لرلو په تور د بند په سزا محکوم کړل.
د لومړۍ امنيتي حوزې د سيمه ييزکنترول آمر او د پنځم سمت د ماموريت مرستيال نن له فساد سره د مبارزې د محکمې له  خوا په مجازاتو محکوم شول.
د هرات له اداري فساد د جرمونو د ابتدائيه محکمې رئيس قضاوتمند عبدالهادي وثيق باختر آژانس ته ويل چې په دغوکسانو د اداري فساد تورلګول شوى دى او د هغوى د دوسيوله څيړنې وروسته هر يو يې په درې کاله بند محکوم شو.
وثيق په ټاکلې موده کې د محکمې د حکم د نه قناعت په صورت کې د تورنو کسانو د استيناف غوښتنې حق خوندي وباله.
د يوبل خبرله مخې:
يو تن د هرات ولايت د يوه تن اوسيدونکي د تښتونې په تور د دولسو کلونو د بند په سزا محکوم شو.
دغه سړى څه موده مخکې د هرات ولايت يو تن اوسيدونکى د هرات _ فراه له لويې لارې څخه تښتولى وچې د امنيتي منسوبينو د هلوځلو له امله آزاد شو.
تورن په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى او د ښاري ابتدائيه محکمې په علني غونډه کې چې د قضاوتمند محمدشعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، په دولس کاله تنفيذي بند محکوم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته