امنیت

دناتو يو هليکوپټر اور واخيست

لوګر-باختر- دوږى اوومه
دناتو يو هليکوپټر تيره شپه دلوګر دبابوسو په دښته کې له بيړنى ناستې وروسته اور واخيست.
دلوګر ولايت امنيه قوماندان روغ ليونى باختر آژانس ته وويل: دناتو دغه هليکوپټر دتخنيکې عوارضو په سبب په بابوسو دښته کې بيړنى ناسته وکړه اواوريې واخيست.
ده وويل چې دغې پيښې دسر زيان نه درلود.
په همدې حال کې عيني شاهدانو باختر آژانس ته وويل چې دغه هليکوپټر دوسله والو طالبانو دډزو له امله بيړنى ناستې ته اړ شو او اوريې واخيست.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته