ورزش

د آريا تارګيت ټيم وروستي پړاو ته لاره وموندله

کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
د شپاړلس کلنو ځوانانو د فوټبال سياليو نن په کابل کې په دوو لوبو سره دوام وموند .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د امرخيلو ټيم د صفر په وړاندې په څلورو سره د سباوون ټيم ته ماتې ورکړه او د آريا تارګيت او ستاره فجرټيمونو په دوه دوه ګولونو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
د شپاړلس کلنو ځواکونو د فوټبال سيالۍ دوه اوونۍ مخکې د دولسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي .
د يادونې وړ ده چې د آريا تارګيټ ټيم وروستى پړاو ته لاره وموندله او ټاکل شوې ده په وروستي پړاوکې د امرخيلو له ټيم سره لوبه وکړي او د دغو سياليو اتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته