امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د هيواد په دوو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د زابل او هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، درې تنه ټپيان او ددغې ډلې يو تن بل د ملي پوليسو دځواکونو له خوا نيول شوى دى.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو پرون دکاپيسا او هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې د ماين د چاودنو د لسو پيښو مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته